کابل (پژواک) – د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هند ته تللي افغان پلاوي د دغه هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه او اسانتیاوې تشریح کړې، هغوی یې پانګونې ته هڅولي او د دواړو هېوادونو په سوداګریزو نندارتونونو کې یې د سوداګرو د ګډون پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت خونې له مسوولینو او یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د ګډو اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د خونو (PHDCCI) له مسوولینو او د کانونو، ټکنالوژۍ، کرنې، او انرژۍ په برخو کې له یو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې مولوي احمدالله زاهد په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو، بهرنیو پانګوالو ته د برابرو شوو امتیازونو او اسانتیاوو، د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د امکاناتو په اړه خبرې کړې او هندي پانګوال یې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې پانګونې ته هڅولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند د سوداګرۍ او صنعت خونو (PHDCCI) اجرائیوي رییس ډاکټر رنجیت مهرا، نورو مسوولینو او هندي پانګوالو ته په افغانستان کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.
سرچینې لیکلي چې له هندي لوري هم غوښتنه وشوه، څو د هند په بېلابېلو ښارونو کې په جوړېدونکو سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون لپاره افغان سوداګرو ته بلنه ورکړي.










