منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب‌الدین ثاقب په ترکیه کې د «اصل ګروپ» شرکتونو له رییس یونس اته سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري چارو مرستیال مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د استانبول د حلال کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یې ترسره کړی و د ترکیې د اصل ګروپ شرکتونو له رییس او د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون کلني تنظیموونکي یونس اته سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د دغو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو لپاره د ګډو فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یونس اته له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره چمتووالی ښودلی او افغانستان ته یې د سفر ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سوداګریز نندارتون جوړولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده. د دغه وړاندیز موخه د ترکیې او نړۍ په نورو بازارونو کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو ورپېژندل او ترویج، او همدارنګه د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د لا زیاتو سوداګریزو فرصتونو برابرول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په پای کې دواړو لورو د نږدې همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو او د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ترویجي پروګرامونو د جوړولو لپاره د شته فرصتونو پر تعقیب ټینګار وکړ.