منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۳ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په دوام د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي محصولاتو د صادروونکو اتحادیې له مسوولینو سره جلا جلا لیدلي دي.

د معیار او کیفیت ادارې نن (سې‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر او د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو، د معیارونو پر برابرولو او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي د ایران د سوداګرۍ خونې له غړو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو برابرولو او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی.

دغه‌راز، یاد پلاوي د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د متقابل منلو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر په بله برخه کې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادروونکو اتحادیې له مسوولینو سره هم لیدلي او افغانستان ته د ایران د نفتي موادو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو او ستونزو او د هغو د لرې کولو پر عملي لارو چارو یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس پرون هم د ایران د سټنډرډ ادارې له استازو سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې کړې وې.

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د معیاري سوداګرۍ کچې لوړول او د دواړو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ ګټورول دي.