کابل (پژواک) ـ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت خونو فدراسیون له مسوولینو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د همکارۍ په موخه د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د اتاقونو فدراسیون (FICCI) له مسوولینو او یو شمېر هندي پانګهوالو سره غونډه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د افغانستان او هند پر تاریخي اړیکو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، د افغانستان صادراتو پر زیاتوالي، د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.
مولوي زاهد په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه د بهرنیو پانګهوالو لپاره ځانګړي امتیازات او اداري اسانتیاوې تشریح کړې او هندي پانګهوال یې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې پانګونې ته وهڅول.
خبرپاڼه کې راغلي، هندي پانګهوالو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د سوداګریزو ناستو او د افغانستان د سفارت د سوداګریزې اتشې له لارې یې د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینې ویلي چې همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د همکارۍ په موخه د ګډ سوداګریز اتاق د جوړېدو وړاندیز هم وشو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او د ګډو پانګونو د پراختیا په برخه کې د لېوالتیا په څرګندولو سره پای ته ورسېده.











