منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د بامیان د کچالانو لومړۍ جوپه اوزبېکستان ته صادره شوه

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوزبېکستان له سوداګرۍ خونې سره له هوکړې وروسته، دغه هېواد ته د بامیان ولایت د کچالانو د صادراتو لړۍ پیل شوې او لومړۍ جوپه یې په اتو موټرو کې د اوزبېکستان ترمذ ښار پر لور روانه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو په ګډ نوښت او همکارۍ، په بامیان ولایت کې د کچالانو ازمایښتي کرنه ترسره شوې او د اوزبېکستان بازار ته د دغه محصول د صادراتو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي او د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې رییس دوران وهابوف، دغه هېواد ته د بامیان د ۱۰۰ زره ټنه کچالانو پر صادراتو هوکړه کړې او د قرارداد د وروستي کولو چارې یې روانې دي.

د سوداګرۍ خونې په خبره، د دغه محصول لومړۍ جوپه د حیرتان بندر له لارې د اوزبېکستان ترمذ ښار ته لېږدول کېږي.

د دواړو هېوادونو سوداګرۍ خونې د سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو په همکارۍ د بزګرانو او پېرودونکو ترمنځ د اړیکو زمینه برابروي او د کرنیزو محصولاتو د پېر، بازارموندنې او لېږد برخو کې همکاري کوي.

دغه اقدام کولای شي د بامیان د بزګرانو د محصولاتو د پلور بازار پراخ کړي او د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو پیاوړتیا ته مرسته وکړي.