منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.م
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

د حیرتان بندر د پراختیا پلان منظور او لاسلیک شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د حیرتان بندر د پراختیا پلان منظور او لاسلیک شوی چې له مخې به یې پر ۸ زره او ۱۸۶ جریبه ځمکه د سوداګریزو، صنعتي، ګمرکي او خدماتي فعالیتونو لپاره بېلابېلې ساحې ځانګړې او تنظیم شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا پلان تایید او لاسلیک کړ.

سرچینې زیاته کړې، یاد پلان په ۸ زره او ۱۸۶ جریب ځمکه کې طرحه شوی چې موخه یې د بندر د بېلابېلو فعالیتونو لپاره د ځمکې منظم تنظیم او د اړینو کاري او خدماتي برخو رامنځته کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه پلان کې د ګمرکي خدمتونو، صنعتي فعالیتونو، وارداتي او صادراتي محصولاتو، سوداګریزو او اداري چارو او د بندر د کارکوونکو د استوګنې لپاره بېلابېل زونونه په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي چې د حیرتان بندر د پراختیا پلان منظورول او لاسلیکول د دغه بندر د فعالیتونو د منظمولو، د سوداګریزو او صنعتي چارو د ودې او د ځمکې د اغېزمنې کارونې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.