کابل (پژواک) – د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې نن په دغه وزارت کې د قشقري، انګوت او زمردسای سیمو د ۱۰۰ زره ټنه خامو تېلو د پلور داوطلبي ترسره شوې ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې داوطلبۍ بهیر د دغه وزارت د تخنیکي مرستیال محمودشاه زاهد، د امو سیند نفتي حوزې د رییس نعمتالله عباس، موظف پلاوي او د داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شو.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي زاهد د دې داوطلبۍ موخه «د خامو تېلو شفاف او قانوني پلور، د ملي ګټو خونديتوب او د وړ شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول» بللي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې داوطلبۍ کې «پترویتا» شرکت د قشقري او زمردسای سیمو د ۴۰ – ۴۰ زره ټنه خامو تېلو د پلور داوطلبي ګټلې ده.
همدارنګه، د «بلخ انرژي» شرکت د انګوت سیمې د ۲۰ زره ټنه خامو تېلو د پلور داوطلبي ګټلې ده.









