منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۴ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ایران ته ولاړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د معیار او کیفیت برخه کې د همکاریو پراختیا او د تجربو د تبادلې په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.

د معیار او کیفیت ادارې نن (شنبه، د لړم ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر او د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد په یوه رسمي څلور ورځني سفر ایران ته تللي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان پلاوی د دغه سفر په ترڅ کې د ایران د سټنډرډ ادارې له مسوولینو او د بېلابېلو صنعتي اتحادیو له مشرانو سره لیدنې وکړي او د دغه هېواد له یو شمېر تولیدي فابریکو هم لیدنه وکړي.

د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي چې د دغه ډول رسمي سفرونو له لارې له سیمه‌ییزو او نړۍوالو بنسټونو او ادارو سره خپلې همکارۍ پراخې، د تجربو تبادله پیاوړې او د ادارې مسلکي وړتیاوې لا لوړې کړي.