کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په کابل کې د تاجکستان سفیر د دې خونې له عمومي رییس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې د ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد له لېوالتیا خبر ورکړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نوو فرصتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.
هاشمي په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د تاجکستان د سفیر له ورتګ څخه مننه کړې او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا برخه کې یو ګام بللی دی.
هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یوه خپلواکه، بېطرفه او غیرسیاسي اداره بللې او ویلي یې دي چې دې ادارې د خپلو ۹۵ کلونو فعالیت په ترڅ کې د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د هېواد د اقتصادي وضعیت پر ښهوالي او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پر پراختیا تمرکز کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس ویلي چې هڅه کوي د افغان سوداګرو لپاره د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه تاجکستان ته د سفر، اړیکو او سوداګریزو همکاریو زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې چې په لومړي ګام کې به تاجکستان ته د لږ تر لږه لسو افغان سوداګرو د یوه پلاوي د سفر زمینه برابره کړي، څو هغوی په دغه هېواد کې له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو خبر شي او له تاجکستاني سوداګرو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.
په همدې حال کې، په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ویلي چې د هېواد مشرتابه یې له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو لا پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د ګډو فعالیتونو د زمینې برابرولو ته لېوالتیا لري.
هغه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په ګډه پوله کې د یوه ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد له پلان څخه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه پلان موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګهوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو لپاره د زمینې برابرول دي.
د تاجکستان سفیر همدارنګه د تاجکستان د سوداګرۍ خونې لېوالتیا څرګنده کړې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لیدنې، منظم تګ راتګ او سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي.
د دې لیدنې په پای کې، دواړو لورو د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د دوستۍ په نښه یې یو بل ته ډالۍ هم ورکړې دي.










