کابل (پژواک) – د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د ایران د مشهد فردوسي نړۍوال پوهنتون افغان محصلینو ته د تحصیلي فیس برخه کې د ۵۰ سلنه تخفیف ورکولو او په نږدې راتلونکي کې د ګډ فرهنګي کنفرانس جوړولو هوکړه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په مشهد کې د افغانستان د فرهنګي مرکز مسوول مفتي عبدالمنان ثاقب د فردوسي نړۍوال پوهنتون له رییس ډاکټر جعفري، د دغه پوهنتون د علمي او نړۍوالو همکاریو له مدیر ډاکټر دانش نوري او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له یوه استازي سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران پر ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به یو ګډ فرهنګي کنفرانس جوړ کړي چې افغان فرهنګي شخصیتونه، لیکوالان او شاعران به هم پکې ګډون ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغان محصلینو پر ستونزو هم خبرې شوې او د فردوسي پوهنتون له لوري هغوی ته د تحصیلي فیس برخه کې د ۵۰ سلنه تخفیف ورکولو هوکړه شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زیاته کړې، په دې لیدنه کې نورو افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې موضوع هم څېړل شوې او دواړو لورو د ګډو علمي او فرهنګي غونډو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.










