کابل (پژواک) – په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د هڅو او د افغانستان په اړه د پرېکړو د پلي کېدو د څارنې په تړاو معلومات وړاندې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (اوایسي) د دفتر عمومي رئیس، سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش، د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې «ډیپلوماسي او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې» تر سرلیک لاندې وینا کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسؤولینو هم ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر مهمو وسایلو او میکانېزمونو خبرې کړې او د اسلامي همکاریو سازمان د رامنځته کېدو تاریخ، بېلابېلې ادارې او تشکیلاتي جوړښت یې تشریح کړی دی.
په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې هغه د اسلامي سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه پرېکړو ته اشاره کړې او په کابل کې یې د یاد سازمان د دفتر له لوري د دغو پرېکړو د عملي کېدو د تعقیب په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ده په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو سازمان پر رول او هڅو هم خبرې کړې دي.











