منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ا.ا: امریکا دې پاکستان ته د افغانانو د احتمالي لېږلو په تړاو مسوولانه او سنجول شوی چلند وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰ کتنې

کابل (پژواک): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د هغو افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد کې د قانوني اقامت اسناد نه لري او له امریکا یې غوښتي چې په دې تړاو مسؤولانه او سنجول شوی چلند وکړي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه لري چې له مخې یې د امریکا متحده ایالتونه غواړي یو شمېر هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي چې په دغه هېواد کې یې تر اوسه د قانوني اقامت اسناد نه دي ترلاسه کړي.

سرچینې زیاته کړې چې اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو د حقونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي او ټینګار کوي چې له افغانانو سره باید د نړۍ په هره برخه کې د نافذه قوانینو، منل شوو اصولو او انساني کرامت ته د درناوي پر بنسټ چلند وشي.

د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې په دې تړاو مسوولانه او سنجول شوی چلند وکړي او د افغان اتباعو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوه‌اړخیز تفاهم، لازمې همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوری چمتو دی چې د موجودو واقعیتونو او د دواړو خواوو د مشروع اندېښنو په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې عملي او د متقابل تفاهم پر بنسټ تعامل وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې درېیمو هېوادونو ته نه ښایي د لنډمهاله او محدودو امتیازاتو یا نورو ملاحظاتو په موخه د بل هېواد د اتباعو د برخلیک په اړه معامله وکړي او په خپلو پرېکړو او اقداماتو کې د هغوی انساني کرامت، حقونه او منل شوي اخلاقي او بشري معیارونه زیانمن کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلامي امارت د خپلو اتباعو د باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو برخه کې هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته ژمن دی او د هغوی د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسوولیت ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په پنځمه امریکایي رسنۍ بلومبرګ راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پلان لري یو شمېر هغه افغان وګړي پاکستان ته ولېږدوي چې د دغه هېواد د کډوالۍ په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي. په دغو کسانو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.