کابل (پژواک) – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند هغه څرګندونې ناسمې بللې چې ویلي یې دي «افغانستان دولت نه دی» او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله ناکامه او له خطره ډکه تګلاره بدله کړي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال چوهدري په «دښمنانه او پاروونکي انداز» ویلي چې افغانستان دولت نه دی.
هغه زیاته کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند په دې څرګندونو کې تېروتنه کړې، ځکه افغانستان د پاکستان تر رامنځته کېدو پېړۍ وړاندې هم د یوه دولت په توګه شتون درلود.
نوموړي د پاکستان له نظامي ادارې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله له «خطره ډکه او ناکامه» پالیسي بدله کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د ښو او مثبتو اړیکو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.











