منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ملا برادر له اوورچوک سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار وکړ

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او روسي شرکتونو ته یې د کانونو، صنعت، زېربناوو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان غواړي د سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو د پراختیا له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم د هغوی له اقتصادي ظرفیتونو سره سم تر ممکنه لوړې کچې ورسوي.

هغه روسي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې له افغان شریکانو سره د کانونو په استخراج، د صنعتي فابریکو، زېربناوو، ځانګړو اقتصادي زونونو او نورو اقتصادي پروژو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړي.

ملا برادر زیاته کړې چې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پانګونو، له نړیوالو معیارونو سره سم د صنعتي پارکونو، ګډو ځانګړو اقتصادي زونونو او وچو بندرونو د جوړولو او فعالولو او د سوداګریزو زېربناوو د پراختیا په برخو کې د روسي پانګوالو لپاره فرصتونه شته.

ملا برادر دغه راز ویلي چې روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو د پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسي پانګونې لپاره هم زمینه برابره ده.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. په دغه پلاوي کې د روسیې د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر مسوولین، سوداګر او پانګوال شامل دي. ټاکل شوې چې دغه پلاوی له افغان چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو او ګډو پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شي.