کابل (پژواک) – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ احمد تکل نن (د لړم ۱۸مه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ کچې لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو د اغېزناکې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې د متقي له قوله راغلي چې له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه ده او دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ښه ګټه پورته کړي.
سرچینې زیاته کړې چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او په ځانګړې توګه یې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ بللې دي.
د خبرپاڼې له مخې، کابلوف د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ځینو نړۍوالو ادارو راپورونه له واقعیتونو سره سم نه دي بللي.
په خبرپاڼه کې د متقي له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې هڅې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.










