کابل (پژواک) ـ د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د ګمرکي سیسټمونو نښلولو، د اسلامکلا بندر د ۲۴ ساعته فعالیت او د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه خبرې او دواړو لورو په دې برخو کې هوکړې کړې دي.
د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر ملا محمدناصر اخند او ورسره مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر ډاکټر مدنيزاده سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر، د ا.ا د مالیې د وزیر او مل پلاوي هرکلی وکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو، زیاتې راکړې ورکړې د ګړندي بهیر برخه کې یې د افغان اړخ له هڅو مننه کړې ده.
دغهراز، ایراني لوري له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لا پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر د پانګونې، سرحدي او ګمرکي مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادي کمېسیون پر فعالیت خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو او په لومړي پړاو کې د راتلونکې شنبې له ورځې د اسلامکلا بندر د ۲۴ ساعته فعالیت پر پیل هوکړې کړې دي.
دغهراز، په بندرونو کې د موټرو د تردد پر زیاتوالي، په بندرونو کې د خاکپولي پر له منځه وړلو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي، په بندرونو کې د موټرو ځنډېدو پر مخنیوي او د افغانستان له لوري ایران هېواد ته د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم هوکړې وشوې.










