منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

روسیه خپلې هغه غلې دانې چې نه دي صادرې شوې، په لویو پلاستیکي کڅوړو کې ساتي

· ۲ دقیقې لوستل
روسیه کې بزګران غلې دانې په لویو پلاستیکي کڅوړو کې زېرمه کوي. (انځور: رویټرز)

کابل (پژواک) – د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د سوداګرۍ د ګډوډېدو او د صادراتو د کمېدو له امله، روسي بزګران اړ شوي چې خپلې هغه غلې دانې چې نه دي صادرې شوې، په لویو پلاستیکي کڅوړو کې چې هره یوه یې د ۲۰۰ ټنه غلې د ځایولو ظرفیت لري، زېرمه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روان کال له جولای میاشتز راهیسې د روسیې د غلو دانو صادرات د عادي کچې په پرتله شاوخوا یو پر درېیمه برخه کم شوي دي. دا کموالی د روسیې او اوکراین له خوا د یو بل پر بندرونو او بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو او د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د سوداګرۍ د مهمې لارې د تړل کېدو له امله رامنځته شوی دی.

د «ایکار» په نوم د کرنیزو چارو مشورتي شرکت اټکل کړی چې ښايي سږ کال په روسیه کې تر ۲۰ میلیون ټنه پورې غلې دانې له صادرول پاتې شي او باید تر هغه وخته زېرمه شي چې د بریدونو د درولو او د صادراتو د بیا پیل لپاره هوکړه وشي.

د دغه شرکت عمومي رییس دیمیتري ریلو ویلي، چې په روسیه کې د «ارجنتایني سیلو» په نوم د لویو پلاستیکي کڅوړو کارول ډېر شوي او دغه کڅوړې د روسیې تر ۲۰ میلیون ټنه کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د راپور له مخې، دغه کڅوړې په ۱۹۹۰مو کلونو کې په ارجنټاین کې جوړې شوې او د دودیزو سیلوګانو یو ارزانه او اسانه بدیل ګڼل کېږي. هره کڅوړه تر ۲۰۰ ټنه پورې غلې دانې ساتلی شي او د سمې ساتنې په صورت کې پکې د غلو دانو د ۱۸ میاشتو لپاره زېرمه کول ممکن دي.

خو د «ایون اګرو» شرکت مرستیال دیمیتري ګارنوف ویلي، چې د دې کڅوړو په پوښ کې درزونه د موږکانو د ننوتلو لامل کېدای شي او د مرغانو د لرې ساتلو لپاره هم ځانګړو وسایلو ته اړتیا ده.

د روسیې د کرنې د څار ادارې د څېړنیز مرکز یوې کارکوونکې ویلي، چې د غلو دانو د ضایعاتو د کمولو لپاره باید دغه کڅوړې په دوامداره توګه وڅارل شي.

د راپور له مخې، روسیه په ټولیز ډول د شاوخوا ۱۶۰ میلیون ټنه غلو دانو د زېرمه کولو ظرفیت لري؛ خو د کارپوهانو په وینا، د دغه هېواد یوازې ۴۰ سلنه د زېرمه کولو تاسیسات له نویو معیارونو سره سمون لري او پاتې یې د غلو دانو د اوږدمهالې ساتنې لپاره مناسب نه دي.

د روسیې د غلو دانو ټولنې اټکل کړی چې اوسمهال شاوخوا ۱۰ میلیون ټنه غلې دانې، چې د دغه هېواد د کلني حاصلاتو نږدې اووه سلنه جوړوي، په همدې پلاستیکي کڅوړو کې زېرمه شوې دي.