کابل (پژواک) – د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مشرې سره په لیدنه کې د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو پر لرې کېدو، د افغانستان د شتمنۍ پر ازادېدو، د همکاریو پر پراختیا او راستنېدونکو کډوالو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د اقتصاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي او د هېواد د اقتصادي وضعیت، د پراختیايي او بشري همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، حنیف په دې لیدنه کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د اقتصادي زیربناوو د پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب، د کورنیو تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي، د ملي عوایدو د لوړوالي او د افغانۍ د ارزښت د ثبات په برخو کې پرمختګونه شوي دي.
هغه د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان له اقتصادي او سیاسي تعاملاتو سره پر پراختیا ټینګار کړی او د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو او د هېواد د ارزي زېرمو د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.
د نوموړي په وینا، د دغو محدودیتونو لرې کېدل د سوداګرۍ په پراختیا، د پانګونو په جلب، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه کېدو کې اغېزناک رول لرلی شي.
د اقتصاد وزیر همداراز اقلیمي بدلونونه، پرلهپسې وچکالۍ، طبیعي پېښې، بېوزلي، بېکاري او د بېرته راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې په هېواد کې له شته ننګونو بللې او د دغو ستونزو د هواري لپاره یې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
حنیف ټینګار کړی چې د نړۍوالو همکاریو تمرکز باید په تدریجي ډول له بېړنیو او بشري مرستو دوامدارو پراختیايي پروګرامونو، د سیمهییزې اقتصاد پیاوړتیا او اقتصادي ځانبسیاینې ته د زمینې برابرولو پر لور واوړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې رباب فاطمې د حکومتي ادارو او یوناما ترمنځ د همغږۍ له ښهوالي خوښي څرګنده کړې او د امنیت ټینګښت، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې او د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره یې هڅې د پام وړ بللې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هغې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي تعامل د ښهوالي، د بشري او پراختیايي مرستو د دوام، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د خلکو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښهوالي لپاره د زیاتو سرچینو جلبولو برخه کې د یوناما د هڅو ډاډ ورکړی دی.










