کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ایران د دوغارون ګمرک مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دغه هېواد له دوغارون لارې افغانستان ته د صادر شوو توکو کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۲ سلنه ډېره شوې ده.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد د دوغارون ګمرک عمومي رییس سیدحسن رحیميزاده پرون (شنبه) ویلي چې د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه، د دغه ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه توکي صادر شوي چې ارزښت یې ۲۴۷ میلیون او ۵۹۴ زره او ۱۵۹ ډالرو ته رسېږي.
هغه زیاته کړې چې د دغو توکو ارزښت هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي چې ارزښت یې دوه میلیارد او ۳۹۸ میلیون او ۲۷۴ زره او ۲۵۸ ډالرو ته رسېږي.
هغه ویلي چې په همدې موده کې د ۳۵۵ میلیون او ۶۰۵ زره او ۴۳۷ ډالرو په ارزښت ۲۵۶ میلیون او ۳۴۵ زره او ۵۷۱ ټنه ترانزیټي توکي د دوغارون رسمي ګمرک ته داخل شوي چې کچه یې څلور برابره زیاته شوې ده.
رحیميزاده زیاته کړې چې په دې موده کې له افغانستانه ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیون او ۳۵۲ زره او ۲۵۱ ډالره کېږي، د دوغارون رسمي ګمرک ته داخل شوي دي.
د هغه په وینا، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د صادراتي توکو د لېږد کچه هم یو میلیون او ۷۳۴ زره ټنو ته رسېدلې چې ارزښت یې له ۸۷۲ میلیون او ۲۷۱ زره ډالرو ډېر دی. دغه کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د وزن او ډالري ارزښت له پلوه درې برابره لوړه شوې ده.
نوموړي پتروشیمي محصولات، اوسپنیز توکي، سمنټ او د نفتو بېلابېل تولیدات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو بللي او ویلي یې دي چې ماش، لوبیا، کنجد او اسپند هغه کرنیز محصولات دي چې له افغانستان څخه ایران ته واردېږي.
رحیميزاده زیاته کړې چې د روان کال له پیله د تلې میاشتې تر پایه ۱۱۴ زره او ۶۶۰ ایراني او بهرني باروړونکي موټر له افغانستان څخه ایران ته داخل شوي او په همدې موده کې ۱۲۰ زره او ۷۱۳ باروړونکي موټر د دوغارون له لارې افغانستان ته وتلي دي.
نوموړي څرګنده کړې چې د ایران له ۹۰ سلنې ډېر صادرات د دوغارون له لارې د افغانستان دویم لوی بازار، هرات ولایت ته لېږدول کېږي.
د یادونې ده چې د دوغارون ګمرک د تایباد ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې، د افغانستان پولې ته څېرمه موقعیت لري او د ایران له مهمو اقتصادي ګمرکونو څخه ګڼل کېږي.










