منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په نوي ډیلي کې له افغان سوداګرو سره لیدلي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال هند ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او له هغوی سره یې د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې کړې دي.

دغه وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد له افغان سوداګرو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په هند کې مېشتو افغان سوداګرو او یو شمېر هغو سوداګرو ګډون کړی و چې په نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي احمدالله زاهد په دې ناسته کې د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل، د هغوی د سوداګریزو توکو او پانګونو د امنیت پر تأمین او د سوداګرو ترمنځ د ناسالمې سیالۍ پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، افغان سوداګرو د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره شریکې کړې او د هغو د حل غوښتنه یې کړې ده.

په هند کې د اسلامي امارت سفیر مفتي نوراحمد نور هم په دې ناسته کې ویلي چې سفارت د سوداګرو د ډېرو ستونزو د حل لپاره اقدام کړی او یو شمېر ستونزې یې حل کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ډاډ ورکړی چې د سوداګرو پاتې ستونزې به د هند له اړوندو چارواکو او ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.