کابل (پژواک) ـ د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د ایران د اندازهپېژندنې، اوزان او مقیاس ملي مرکز له رییس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د تخنیکي تجربو او پوهې د تبادلې، روزنیزو همکاریو، د لابراتوارونو او تجهیزاتو د اعتبار ورکولو او معیار جوړونې برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په دوام د یاد هېواد د اندازهپېژندنې، اوزان او مقیاس ملي مرکز له رییس سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي تجربو او پوهې پر تبادلې، روزنیزو همکاریو، د لابراتوارونو او تجهیزاتو پر اعتبار ورکونې او همدارنګه د معیار جوړونې پر اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمد حامد په ملتیا، په دغه هېواد کې له تصفیهخونو او تخصصي لابراتوارونو، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او حلال لابراتوارونو څخه لیدنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، د دغو کتنو په ترڅ کې د افغانستان پلاوي د ازمایښت، د کیفیت د ارزونې له ظرفیتونو او لارو چارو سره د بلدتیا ترڅنګ، د نقلیه وسایطو د وضعیت د ارزونې او تشخیص بهیر، د نیمګړتیاوو پېژندنه او د هغوی د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکو ارزونه هم له نږدې وکتله.
خبرپاڼه کې زیاته شوې دا تخصصي لیدنې او کتنې د ګډو همکاریو د فرصتونو د پېژندنې، له بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستنې د تخنیکي او لابراتواري ظرفیتونو د لوړولو په موخه ترسره کېږي چې کولای شي د محصولاتو د کیفیت د تضمین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د افغانستان د معیار او کیفیت اداره د تخصصي او سیمهییزو همکاریو په پراختیا سره، د کورنیو ظرفیتونو د پیاوړتیا، د کیفیت لوړولو، د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د اقتصادي ودې او غوړېدا په لور اغېزمن ګامونه پورته کوي.










