کابل (پژواک) – د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات ۱،۶ برابره زیات شوي او ۶۳۲ زره ټنو ته رسېدلي دي.
دغه وزارت نن (جمعه) د قزاقستان د کرنې وزیر ایداربیک ساپاروف له قوله راپور ورکړی چې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ازبکستان ته د قزاقستان د غلو صادرات هم ۸،۸ سلنه زیات شوي او یو میلیون او ۳۹۰ زره ټنو ته رسېدلي، دغه راز تاجکستان ته یې صادرات ۹،۶ سلنه زیات شوي او ۴۱۷ زره ټنو ته رسېدلي دي.
همدارنګه، چین ته د دغه هېواد د غلو صادرات ۱،۸ برابره زیات شوي او ۴۳۶ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت زیاته کړې چې د غلو او اوړو ټول صادرات یې د غلو د معادل وزن له مخې په روان کال کې شاوخوا ۱۶ میلیون ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې په تېر فصل کې دغه اندازه ۱۵،۳ میلیون ټنه وه.
د دغه وزارت په وینا، په روان فصل کې هم د صادراتو د زیاتوالي لړۍ دوام لري او د سپټمبر له میاشتې د نومبر تر لسمې ۳،۲۸ میلیون ټنه غله صادره شوې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷،۴ سلنه زیاتوالی ښيي.










