منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان او روسیې د معیارونو او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د روسیې فدراسیون په کازان ښار کې د اسلامي هېوادونو د معیارونو او مټرولوژي سازمان (SMIIC)  د عمومي غونډې څنډه کې د روسیې د معیار ادارې له چارواکو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د معیار او کیفیت ادارې نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د معیارونو جوړولو او پلي کولو، د تجربو د تبادلې او د مسلکي وړتیاوو لوړولو برخو کې د تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د یادې ادارې په وینا، روسي چارواکو د افغانستان د اړتیا وړ معیارونو برابرولو او د دې ادارې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړولو ته چمتووالی ښودلی دی.

همدارنګه، دواړو لورو د معیارونو او کیفیت برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د دوه‌اړخیز تفاهم‌لیک پر وروستي کولو هوکړه کړې ده.

د یادونې ده، په دغه پلاوي کې د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمداصف قانت او د دې ادارې د دفتر رییس مولوي وحید احمد بدري شامل وو.