ژبه

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سهراب سرورى

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۷

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اوچا نن (پنج‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اندازه پیسې د سويډن د ۱۰ میلیون کرونو معادل دي.

اوچا د سويډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره پیوستون په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې کوي.

دغه دفتر په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.