میدان ښار ( پژواک) – په میدان وردګو ولایت کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو، د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په موخه د «باختر درخشان» درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د دغه ولایت بېلابېل تولیدات، کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون نن د میدان وردګو ولایت په مرکز کې پرانستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس حافظ محمد یعقوب جاوید د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، دغه وزارت هڅه کوي په ټولو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو لپاره نندارتونونه جوړ کړي، څو د هېواد د تولیداتو بازارموندنې ته زمینه برابره او د پانګونې فرصتونه پراخ شي.
د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي اجمل شینوزاده وویل، میدان وردګ کابل ته د نږدېوالي له امله د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.
هغه زیاته کړه، دغه ولایت په کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه مڼې تولیدوي او د مرمرو په ګډون ۱۷۴ ډوله معدني زېرمې لري، چې د اقتصادي ودې لپاره مهم ظرفیتونه ګڼل کېږي.
ده د لاسي صنایعو د ودې او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه او د دغه ولایت د تخته کوتل صنعتي پارک د پرانیستلو پر اهمیت یې هم ټینګار وکړ.
د میدان وردګو ولایت د دفتر رئیس مولوي حمیدالله شهیدخېل وویل، په دغه نندارتون کې د ولایت بېلابېل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي او له سوداګرو یې وغوښتل چې د دغه ولایت تولیدات بهرنیو بازارونو ته صادر کړي، څو د هېواد په کچه او نړیوالو بازارونو کې یې د پېژندنې زمینه برابره شي.
قومي مشر حاجي غیاث ریښتین د کورنیو صنعتکارانو او سوداګرو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له حکومت یې وغوښتل چې د بهرنیو توکو واردات کنټرول او د کورنیو تولیداتو کارولو ته وده ورکړي.
د «باختر درخشان» درې ورځني نندارتون مشر ډاکټر شعیب وهاج وویل، په دغه نندارتون کې شاوخوا ۲۰ غرفې جوړې شوې، چې بېلابېل کورني تولیدات، کرنیز محصولات او لاسي صنایع پکې نندارې ته وړاندې کېږي او نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.
وایي، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو معرفي کول، د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول دي.
تېر کال هم په دغه ولایت کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفي کولو، د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې په موخه دغه ډول نندارتون حوړ شوی وو .










