منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۱ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

له نیمروزه ۴۸ ټانکره بې‌کیفیته تیل بېرته ایران ته وګرځول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

زرنج (پژواک) – د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، ۴۸ ټانکره ډیزل او پټرول له لابراتواري ازموینو وروسته د بې‌کیفیته‌والي له امله د ورېښمو له لارې بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د نیمروز د نفت او ګاز عمومي مدیر مولوي نعمت‌الله طلحه پژواک ته وویل چې د دغو ټانکرونو د تیلو نمونې په لابراتوارونو کې له ازموینې وروسته بې‌کیفیته ثابتې او بېرته ایران ته وګرځول شوې.

هغه زیاته کړه چې کره لابراتواري ازموینو وښوده چې د یادو تېلو کیفیت له ټاکل شوو معیارونو ټیټ و.

تر دې مخکې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لړم په لسمه ویلي وو چې په تېرو اوو میاشتو کې د دغه ولایت د اسلام‌کلا ګمرک له لارې ۱۹۹۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل صادرونکي هېواد ته بېرته لېږدول شوي دي.