منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

آریانا د مزارشریف او جدې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د آریانا افغان هوايي شرکت د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکو ته د هوايي سفرونو د اسانتیاوو برابرولو او د هوايي خدمتونو د پراختیا په موخه، د مزارشریف او سعودي عربستان د جدې ښارونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي.

دغه شرکت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې پر دې مسیر به لومړۍ الوتنه د روان کال د لیندۍ میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شي.

آریانا زیاته کړې چې مسافر کولای شي د دغه مسیر ټکټونه د یاد شرکت له مرکزي دفتر، رسمي استازولیو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آریانا له څانګو ترلاسه کړي.

دغه شرکت وایي، هڅه کوي د خپلو کورنیو او نړیوالو الوتنو په پراختیا سره د هېوادوالو د سفر اړتیاوې پوره او هغوی ته لا ډېرې معیاري اسانتیاوې برابرې کړي.