نیلي (پژواک) – د دایکنډۍ په مرکز نیلي ښار کې څو ښځو د ۶۰ زره افغانیو په پانګونه یوه تولیدي کارخونه جوړه کړې ده. دغه ښځې وايي چې دوی اوسمهال مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري څو د کارخونې فعالیتونه پراخ کړي.
د «پېشګامان» تولیدي شرکت
دغه تولیدي شرکت څلور میاشتې مخکې د شپږو ښځو له خوا د ۶۰ زره افغانیو په پانګونه په نیلي ښار کې جوړ شوی او اوس ټولې نهه ښځې کار پکې کوي.
د دغه شرکت یوې بنسټاېښودونکې وجیهې حیدري پژواک ته وویل، دوی په دې کارخونه کې رب، اچار، چټني او مالګین بادرنګ تولیدوي او ترڅنګ یې ځینې مېوې او سابه هم په معیاري ډول وچوي او بازار ته یې وړاندې کوي.
حیدري زیاته کړه، د دغه شرکت ټول اړین لومړني توکي د دایکنډي له کروندګرو او بڼوالو پېرل کېږي.
د هغې په خبره: «ډېرې ښځې د پانګونې د پراختیا لپاره د ښو نظرونو او طرحو له لرلو سره سره، د لومړنۍ پانګې د نشتوالي او د ښځو تر مدیریت لاندې د لویو اقتصادي فعالیتونو د کمښت له امله د خپلو طرحو عملي کولو فرصت نه لري؛ له همدې امله موږ هڅه وکړه چې په خپلو محدودو امکاناتو د پانګونې لومړني ګامونه په عملي ډول واخلو.»
د ښځو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کروندګرو ملاتړ
د دغه تولیدي شرکت مشرې حافظې احمدي د ځايي کروندګرو ملاتړ، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا او ښځو ته د کاري فرصتونو برابرول د دغه شرکت د جوړولو له مهمو موخو وبلل.
هغې وویل، دغه شرکت څلور میاشتې مخکې د هغې په ګډون د شپږو ښځو له خوا د ۶۰ زره افغانیو په لومړنۍ پانګونې جوړ شوی او اوس پکې ټول نهه کسان د محصولاتو راټولولو، تولید، پروسس، بستهبندۍ او پلور برخو کې کار کوي.
د احمدي په وینا، د دغه شرکت محصولات له لومړي پړاو څخه تر وروستي پړاو پورې په خپله کارخونه کې پروسس او تولیدېږي او بیا د دایکنډي په بازارونو کې په عمده ډول پلورل کېږي. د نیلي ښار یو شمېر کافۍ او رستورانټونه هم د دوی د محصولاتو اصلي پېرودونکي دي.
هغې زیاته کړه، دوی پلان لري چې په راتلونکي کې د شرکت فعالیتونه پراخ او خپل محصولات د هېواد په کچه او ان بهرنیو بازارونو ته وړاندې کړي. د شرکت د اړتیا وړ لومړنیو توکو برابرولو لپاره د شنو خونو جوړول هم د دوی په راتلونکو پلانونو کې شامل دي.
احمدي څرګنده کړه، دوی هڅه کوي د خپلو فعالیتونو په پراخولو سره د ډېرو بېکاره ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي او له کروندګرو سره د همکارۍ په پیاوړتیا، د ځايي اقتصاد په وده او پر وارداتي محصولاتو د اتکا په کمولو کې مرسته وکړي.
په دایکنډي کې د ښځینه متشبثینو ستونزې
حافظې احمدي وویل، دوی د دغه شرکت د جوړولو او فعالیتونو د پراختیا په لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د پانګې نشتوالی، د مناسب ځای نه لرل، د تولیدي وسایلو او ماشینالاتو کمښت او اړینو امکاناتو ته محدود لاسرسی پکې شامل دي.
هغې له همکارو موسسو او سوداګرو وغوښتل چې د مالي او تخنیکي ملاتړ، د بازارموندنې برخه کې د زدهکړو زمینې برابرولو او لویو بازارونو ته د شرکت د لاسرسي برخه کې د مرستې له لارې د کورنیو تولیداتو او د ښځو د اقتصادي نوښتونو ملاتړ وکړي.
ښځې په لږو امکاناتو هم اقتصادي خپلواکي ترلاسه کولای شي
حافظې احمدي له نجونو او ښځو وغوښتل چې پر خپلې ارادې او شته امکاناتو په تکیه خپل اقتصادي نظرونه عملي کړي، د مالي خپلواکۍ لپاره هڅې وکړي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي.
هغې زیاته کړه، تجربو ښودلې چې د یوه اقتصادي فعالیت د پیل لپاره تل ډېرې پانګې ته اړتیا نه وي، بلکې اراده، همکاري او له شته امکاناتو سمه ګټه اخیستنه کولای شي د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
د هغې په باور، د ښځو له اقتصادي نوښتونو څخه د حکومت او مرستندویه بنسټونو ملاتړ، د دوی د مالي خپلواکۍ د پیاوړتیا ترڅنګ، د کارموندنې، د کورنیو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو او د ځايي اقتصاد د غوړېدو لامل هم کېدای شي.
له کورنیو تولیداتو د پېرېدونکو ملاتړ
سردار محمدي، چې په نیلي ښار کې د یوې کافې مسوول دی او د دغه شرکت محصولات کاروي، د یادو تولیداتو له کیفیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه محصولات په لاس جوړېږي او ښه کیفیت لري.
هغه زیاته کړه، په بازار کې شته رب په پخلي کې له دوه یا درې ځلې کارولو وروسته خلاصېږي؛ خو د دغه شرکت رب د ښه غلظت او کیفیت له امله د بازاري رب په پرتله دوه برابره ډېر کارول کېدای شي او له اقتصادي پلوه هم د کورنیو لپاره ارزانه تمامېږي.
محمدي له خلکو وغوښتل چې د دغه شرکت له تولیداتو، لکه رب، اچارو او چټني ګټه واخلي؛ ځکه د ده په وینا، دغه محصولات هم ښه کیفیت لري او هم له اقتصادي پلوه په ګټه تمامېږي.
هغه ټینګار وکړ چې له کورنیو تولیداتو د خلکو ملاتړ، ښځو ته د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ، دوی هڅوي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او خپلې چارې پراخې کړي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو په پېرلو د هېواد د متشبثینو او تولیدوونکو ملاتړ وکړي.










