کابل (پژواک) – د افغانستان او د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیروویچ کوروبچنکو په مشرۍ جوړه شوې وه.
سرچينه کاږي چې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د چارو ادارې او یو شمېر دولتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د کرنې او خوراکي توکو وزیر مارات عزاتوویچ زیاباروف، د «یادران» شرکت عمومي رییس ګلب سرګیویچ ماکاروف، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز رییس رستم ریناتوویچ خبیبولین او د تاتارستان د ۱۵ سترو اقتصادي او سوداګریزو شرکتونو استازي هم د دغه جمهوریت په پلاوي کې شامل وو.
سرچینه لیکي چې په دې غونډه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا سربېره، د روسیې بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او پنبې د صادراتو پر زیاتوالي او له تاتارستان څخه افغانستان ته د بورې، نفتو، مایع ګاز او غنمو په ګډون د اړینو توکو پر واردولو خبرې وشوې.
همدارنګه په غونډه کې د تاتارستان – استراخان – ترکمنباشي د ترانزیټي دهلېز او د اقینې او تورغونډۍ له لارو د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا او د ترانزیټي لارو د پراختیا په اړه هم بحث شوی دی.
سرچينه زياتوي چې دواړو لورو د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا، د توکو د لېږد د اسانتیا او د ترانزیټ پر وړاندې د خنډونو کمولو لپاره د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ.
د تاتارستان پلاوي د کرنې، لوژستیک، ترانسپورټ او ترانزیټ، کانونو او همدارنګه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره چمتووالی څرګند کړ.
خبرپاڼه کاږي چې د غونډې بله مهمه موضوع د تاتارستان لوري ته د افغان سوداګریزو او تولیدي شرکتونو ورپېژندل، د پانګونې د نوو فرصتونو پېژندل او د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو همکاریو لپاره د زمینې برابرول وو.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د ګډې کاري کمېټې پر دوام او د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب، د هوکړو د پرمختګ د ارزونې او د عملي اقداماتو د همغږۍ په موخه د انلاین غونډو پر جوړولو هوکړه کړې ده.










