منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا او سوداګریز دهلېز پر جوړېدو خبرې شوې

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د قرغېزستان له سفیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د افغانستان د تولیداتو او صادراتو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلېز پر جوړولو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې خونې مالي او اداري مرستیال زین‌الله حسني، د صادراتو تخصصي کمېټې له غړو او یو شمېر افغان سوداګرو او صادرونکو سره یو ځای، په کابل کې د قرغېزستان له سفیر تورداکان سیدیکوف سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د افغانستان د تولیداتو او صادراتو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلېز پر جوړولو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې زین‌الله حسني له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته د قرغېزستان د لېوالتیا له امله مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د شته ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې پر ارزښت ټینګار کړی دی.

هغه قرغېزستان ته د افغان سوداګرو او پانګوالو د سوداګریزو سفرونو او د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو او همکاریو غوښتنه هم کړې ده.

سرچینې لیکلي چې په کابل کې د قرغېزستان سفیر تورداکان سیدیکوف د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رول ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي ته د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د صادراتو تخصصي کمېټې غړو او سوداګرو د قرغېزستان بازار ته د افغانستان تولیداتو د لاسرسي او وارداتو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره د سوداګریز دهلېز جوړول اغېزناک وبلل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د شته فرصتونو د تعقیب او د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او ګډې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.