منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۷ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

اقتصادي کمېسیون د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړه

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) ـ د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم  او د اسانتیاوو او فرصتونو رامنځته کولو په موخه د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید شوې ده.

دغه معاونیت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې دې غونډې ته د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د جوړې شوې کمېټې له لوري د بهرنۍ پانګونې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه او له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د نظرونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې پالیسۍ موخې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، د بهرنۍ پانګونې لپاره د اسانتیاوو، فرصتونو  او مناسب چاپېریال رامنځته کول، په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د مصؤنیت تامین او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د زمینې برابرول دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، همدارنګه په غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تجارتي وارداتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې د تطبیق په صورت کې به وارداتي تجارتي شرکتونو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

اقتصادي معاونیت ویلي چې پورته پرېکړې د نهايي تصمیم‌نیونې په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته واستول شوې.