کابل (پژواک) – د پاکستان الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه پای ته رسولي او د کابل او هرات څانګو فعالیتونه، اړوند شتمنۍ او مالي مکلفیتونه یې غضنفر بانک ته لېږدولي دي.
د الفلاح بانک د رسمي خبرتیا له مخې، د دغه بانک د شتمنیو او مالي مکلفیتونو د لېږد بهیر د نومبر په پنځمه، د افغانستان او پاکستان د مرکزي بانکونو له منظورۍ او د نورو قانوني شرایطو له بشپړېدو وروسته، پای ته رسېدلی دی.
بانک ویلي چې په افغانستان کې یې خپل بانکي فعالیتونه درولي او د کابل او هرات د څانګو د تړلو پاتې چارې به د اړوندو مقرراتو له مخې بشپړې کړي.
الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې فعالیت پیل کړی و او وروسته یې په هرات کې هم څانګه پرانیستې وه. دغه بانک دودیز او اسلامي بانکي خدمتونه وړاندې کول.










