کابل (پژواک) – د ترکمنستان یوه ساختماني شرکت له خپلو چیني شریکانو سره د سرخس، ماري او سرحداباد ترمنځ د چټک تګ راتګ لویې لارې جوړولو او د افغانستان په تورغونډۍ بندر کې د یوه عصري ګوداملرونکي او لوژستیکي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې کړې دي.
د نیوز سنټرل اسیا وېبپاڼې راپور ورکړی چې دغه طرحې د ترکمنستان او چین د سوداګرۍ په هغې غونډه کې وړاندې شوې چې د روان کال د نومبر په ۶مه او ۷مه د چین په شانګهای ښار کې جوړه شوې وه.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د ترکمنستان «اوجار اسیا» شرکت په دې غونډه کې چې د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو او خصوصي سکټور څه باندې ۵۰۰ استازو ګډون پکې کړی و، د ترانسپورټ، لوژستیک او کرنې برخو کې د بنسټیزو پروژو او پانګونې یو لړ طرحې وړاندې کړې دي.
د افغانستان په تورغونډۍ بندر کې د ګودامونو او لوژستیکي کمپلېکس جوړول، د سرخس – ماري – سرحداباد لویې لارې جوړول، په سرحداباد کې د هوټل او لوژستیکي کمپلېکس جوړول او همدارنګه د اوړو تولیدولو یوې فابریکې جوړول د یاد شرکت له وړاندې شوو طرحو څخه دي.
په دې غونډه کې د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، صنعتي همکاریو، د ترانسپورټي او لوژستیکي دهلېزونو پر پراختیا او د نویو ټکنالوژیو پر کارولو هم خبرې شوې او د ګډونوالو لورو ترمنځ د همکاریو اسناد لاسلیک شوي دي.
د یادونې ده، د ترکمنستان او چین سوداګریزه غونډه د چین د وارداتو د نهم نړۍوال نندارتون په څنډه کې په شانګهای ښار کې جوړه شوې وه.










