کابل (پژواک) – د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې په تېره یوه میاشت کې له دغه ولایته د څه باندې ۲۱ میلیون او ۴۹۸ زره ډالرو په ارزښت صنعتي او معدني محصولات بهر ته صادر شوي دي.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه) پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې له دغو صادراتو څخه د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو ارزښت ۱۴ میلیون او ۴۱۶ زره او ۴۹۳ ډالره او د معدني محصولاتو ارزښت اووه میلیون او ۸۲ زره او ۱۱۳ ډالرو ته رسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د صنعتي محصولاتو برخه کې پنبه تر ټولو ډېره صادره شوې چې ارزښت یې له ۱۳ میلیون ډالرو ډېر دی.
دغه دفتر څرګنده کړې چې انرژي، نوشابې، د مېوو جوس، بخارۍ، پنیر، مربا، بیسکېټ، د ګازو ټانکرونه، زعفران، بخار دیګونه، شیریني، کېک، د پنبې تار او نوارټفلون هم د هرات د صنعتي ښارګوټي له نورو صادراتي محصولاتو څخه دي.










