هرات (پژواک) – د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۵ میلیون ډالرو په پانګونې د کوچنیو نقلیه وسایطو د ټایر د ټیوبونو د تولید لومړنۍ فابریکه جوړه شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.
د هرات ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه فابریکه د موټرسایکلونو، رېکشاوو، بایسکېلونو او نورو کوچنیو وسایطو لپاره د ټایر ټیوبونه تولیدوي او د ازمایښتي پړاو پر مهال په ورځ کې د ۱۰ زره ټیوبونو د تولید ظرفیت لري.
د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال د دې فابریکې یوه تولیدي برخه فعاله شوې ده. د نورو برخو په بشپړېدو او د نویو ماشینونو په نصبولو سره به یې د تولید ظرفیت لوړ شي او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به په مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره شي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د امنیت ټینګښت او پانګهوالو ته د اسانتیاوو برابرول د صنعت د ودې مهم عوامل بللي او د دغې فابریکې د فعالیت پیل یې د وارداتو د کمېدو او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوسمهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۵۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي.









