کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له رییس ملا نورالدین ترابي سره د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د النینو پدیدې پر وړاندې د افغانستان د چمتووالي نوی پلان شریک کړی دی.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه پلان د یادې ادارې د رییس او د د اوچا، یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د اغاخان بنسټ د استازو په غونډه کې شریک شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، نورالدین ترابي په دغه غونډه کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو سخت اغېزمن شوی او له بشري مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې دې موضوع ته له سیاسي مسایلو پرته لازمه پاملرنه وکړي او د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو برخه کې پروژې هم پلې کړي.
هغه زیاته کړې چې د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو پر وړاندې مبارزه عملي اقداماتو ته اړتیا لري چې یوه برخه یې د چکډيمونو، استنادي دېوالونو او ګبیوني دېوالونو جوړول او د سېلابونو د لارو پاکول دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لوري د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د النینو پدیدې پر وړاندې د افغانستان د چمتووالي پلان ګډونوالو ته وړاندې شو.
سرچینې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو استازو هر یوه د پلان د بېلابېلو برخو او د همغږۍ لا پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
النینو یوه طبیعي اقلیمي پدیده ده چې د ارام سمندر په استوایي سیمو کې د سمندر د سطحې اوبو د تودېدو او د هوا د جریانونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. دغه پدیده د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوا او ورښتونو پر عادي وضعیت اغېز کوي او په ځینو ځایونو کې د سختې وچکالۍ، د تودوخې د لوړېدو او ځینو نورو سیمو کې بیا د سختو بارانونو او سېلابونو لامل کېدای شي.










