غزنيښار (پژواک) – د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نیزهوهنې یو ورځنۍ سیالۍ د ۲۷ لوبډلو او ۱۰۸ لوبغاړو په ګډون ترسره او د شهید احمدخان «باوري» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني ولایت د نیزهوهنې فدراسیون مسوول انور اندړ پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د اندړو ولسوالۍ په شمشي کلي کې د نیزهوهنې فدراسیون له لوري د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ترسره شوې.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د غزني ښار، اندړو، ګیرو او دهیک ولسوالیو لوبډلو او د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یوې لوبډلې چې د حاجي نیاز په مشرۍ یې ګډون کړی و، برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو لګښت د محمدحنیف په نوم یوه کس ورکړی و.
نوموړي وویل چې د سیالیو په پای کې د شهید احمدخان «باوري» لوبډلې لومړی، د محمدانور «اندړ» لوبډلې دویم او د مولوي عبدالرحمن لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل.
د انور اندړ په خبره، د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د پامیر موټرسایکل او د دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
نوموړي د دغو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل، د نیزهوهنې ورزش وده، ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرول او د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا وبلله.
ورته مهال، د نیزهوهنې یوه لوبغاړي ملنګ وویل چې نیزهوهنه په غزني کې یوه لرغونې او دودیزه لوبه ده، خو د دغه ورزش د دوام او ودې لپاره د اړینو امکاناتو برابرولو ته اړتیا ده.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د نیزهبازانو او د هغوی د اسونو د ساتنې او روزنې لپاره لازم امکانات برابر کړي.
د یادونې ده، نیزهوهنه یا نیزهبازي په غزني او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې یوه پخوانۍ دودیزه لوبه ده چې د ځانګړو مناسبتونو او سیالیو پر مهال ترسره کېږي.










