منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

میدان وردګو د کیک‌بوکسینګ په ولایتي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

میدان ښار (پژواک) – د میدان وردګو ورزشکارانو د کیک‌بوکسینګ په لومړۍ دوره ولایتي سیالیو کې، چې د اوو ولایتونو ۸۵ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و، لومړی مقام خپل کړ.

د میدان وردګو ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت او د کیک‌بوکسینګ فدراسیون په همغږۍ، د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي فدراسیون له لوري د یادو سیالیو لومړی پړاو د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې ترسره شوې.

د دغه ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې د میدان وردګو، غزني، بامیانو، کابل، لوګر، کاپیسا او زابل ولایتونو ۸۵ ورزشکارانو په ۴۰ جوړو کې ګډون کړی و او د یو بل پر وړاندې یې سیالۍ ترسره کړې.

هغه وویل چې د دغو سیالیو موخه د کیک‌بوکسینګ پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول، د نویو استعدادونو پېژندل او د ولایتونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا ده.

ده زیاته کړهوچې دا سیالۍ دوه ورځنۍ وې او د سیالیو په پایله کې د میدان وردګو ورزشکارانو د غوره لوبو په ترسره کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د سیالیو یو شمېر ګډونوال ورزشکاران وايي، دا ډول سیالۍ د خپلو وړتیاوو د ښودلو، له نورو ورزشکارانو سره د تجربو شریکولو او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره ښه فرصت دی او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ لا ډېرې جوړې شي.