منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.و
۱۶°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د ۱.۴ میلیون ډالرو په ارزښت د دوو هوکړه‌لیکونو له لاسلیکولو خبر ورکړی او وایي چې د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به په سرپل او بدخشان ولایتونو کې له ۲۳۴۰ زیان‌منونکو کورنیو سره د درېیو میاشتو په موده کې نغدي مرستې وشي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه هوکړه‌لیکونه نن (دوشنبه) د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د عمومي رییس ملا نورالدین ترابي او د دست به دست موسسې د اړیکو عمومي مسوول هارون فهیم صدیقي ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو دوو هوکړه‌لیکونو ټولیز ارزښت یو میلیون او ۴۵۶ زره او ۷۶۴ ډالره دی.

سرچینې زیاته کړې چې د لومړي هوکړه‌لیک له مخې، چې ۹۴۹ زره او ۹۸۸ ډالر ارزښت لري، د سرپل ولایت له ۱۵۵۰ زیان‌منونکو کورنیو سره به څو موخیزې نغدي مرستې وشي چې له دې ډلې ۱۱۶۳ کورنۍ نارینه سرپرستان او ۳۸۷ نورې ښځینه سرپرستانې لري.

دغه‌راز، د دویم هوکړه‌لیک له مخې، چې ۵۰۶ زره او ۷۷۶ ډالر ارزښت لري، د بدخشان ولایت له ۷۹۰ زیان‌منونکو کورنیو سره به نغدي مرستې وشي چې په کې ۶۳۲ کورنۍ نارینه سرپرستان او ۱۵۸ نورې ښځینه سرپرستانې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به د درېیو میاشتو په موده کې ووېشل شي او د نارینه‌وو په سرپرستۍ هرې کورنۍ ته به په میاشت کې ۱۷۰ ډالر او په ټوله کې ۵۱۰ ډالر او د ښځو په سرپرستۍ هرې کورنۍ ته به په میاشت کې ۲۰۴ ډالر او په ټوله کې ۶۱۲ ډالر ورکړل شي.

بلخوا، ملا نورالدین ترابي د دست به دست موسسې له مسوول سره په لیدنه کې د ژمي موسم رارسېدو ته په اشاره د مرستو پر چټک او شفاف وېش او د هوکړه‌لیکونو د ټولو مادو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

هغه دغه‌راز ډاډ ورکړی چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ولایتي ریاستونه به د دغو هوکړه‌لیکونو په پلي کولو کې له یادې موسسې سره همکاري وکړي.