کابل (پژواک) – د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت وایي، د اسلامي امارت زعیم شیخ هبتالله اخندزاده غزني ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د عیدګاه د یوه جامع جومات او پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د غزني د جهادي مدرسې د بنسټ ډبرې کېښودې.
د فطرت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت مشر په دغه سفر کې له سیمهییزو مسوولینو سره په کتنه کې د علم او معارف پر پراختیا ټینګار کړی او لارښوونه یې کړې چې مدرسې او ښوونیزې ادارې جوړې کړې.
د ا.ا د ویاند مرستیال وايي چې غزني ته په دغه سفر کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او د میدان وردګو او زابل والیانو هم ګډون درلود.










