نیلي (پژواک) – د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د څاګانو وچېدو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو یو شمېر کورنۍ اړې کړې چې خپلې د اړتیا وړ اوبه له ټانکرونو وپېري. دغه کورنۍ اوبه په لوړه بیه پېري، خو د دغو اوبو پر کیفیت او روغتیايي خوندیتوب هم ډاډمن نه دي.
اقلیمي بدلونونو او د ځمکې د تودوخې زیاتوالي، د ورښتونو د بڼې په بدلېدو، د وچکالۍ په ډېرېدو او د اوبو د سرچینو په کمېدو سره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو ژوند او معیشت له ګواښ سره مخ کړی دی. افغانستان هم د وګړو د یوې لویې برخې د کرنې او مالدارۍ پر فعالیتونو د تکیې له امله د دغو بدلونونو له منفي اغېزو سره مخ دی.
د ورښتونو کمښت، د واورو وختي ویلې کېدو او د چینو او څاګانو وچېدو، په ځانګړي ډول د دایکنډي ولایت په بېلابېلو سیمو کې، د څښاک او کرنیزو اوبو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی او د خلکو د خوړو پر خوندیتوب او عوایدو یې منفي اغېز کړی دی.
د څاګانو وچېدل او اوبو ته سخت لاسرسی
د نیلي ښار یوه اوسېدونکي غلامعلي پژواک ته وویل چې د دوی د استوګنې په سیمه کې د اوبو کچه په شدیده توګه ټیټه شوې او څاګانې وچې شوې دي؛ له همدې امله په دې سیمه کې کرنیز فعالیتونه هم درېدلي دي.
هغه وویل چې د کور څاه یې تېر کال وچه شوه، وروسته یې چې شاوخوا ۴۰ متره ژوره بیا وکنله، د څو میاشتو لپاره یې اوبه لرلې؛ خو څه موده وروسته یو ځل بیا وچه شوه.
هغه زیاته کړه: «نور د څاه د کېندلو توان نه لرو، د اوبو هر ټانکر نږدې په زر افغانۍ اخلو، خو همدا اندازه اوبه ان د یوې اوونۍ لپاره هم بسنه نه کوي.»
غلامعلي وویل چې د دوی کور ته نږدې د جومات څاه هم سږ کال وچه شوې او اوس د دغه ښارګوټي کورنۍ خپلې د اړتیا وړ اوبه د ټانکرونو له لارې برابروي.
د نیلي ښار یوې بلې اوسېدونکې وجیهې هم په دې سیمه کې د اوبو د کچې له ټیټېدو او د څاګانو له وچېدو شکایت وکړ او ویې ویل چې د هغې ګڼکسیزه کورنۍ په هره اونۍ کې له یوه ټانکر څخه زیاتې اوبه مصرفوي.
هغې وویل: «موږ شاوخوا پنځه زره لېتره ظرفیتلرونکی یو ټانکر اوبه، له ۲۰ بوشکو اوبو سره، په زر افغانۍ پېرو.»
د هغې په خبره، د اوبو پېرلو لګښتونو د کورنۍ اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي او سره له دې چې د اوبو لپاره پیسې ورکوي، بیا هم کله ناکله د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
هغې زیاته کړه چې د کورنۍ د ورځنیو ټولو اړتیاوو لپاره له همدې اوبو ګټه اخلي او د اوبو ترلاسه کولو لپاره کله ناکله یوه ورځ مخکې له اوبو رسوونکو شرکتونو سره اړیکه نیسي، څو بله ورځ ورته اوبه راوړي؛ خو تل یې وار نه رسېږي او کورنۍ یې اړه کېږي چې د یوې مودې لپاره په کمو اوبو ژوند وکړي.
وجیهې له حکومته وغوښتل چې په نیلي ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د دغه ښار اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو زمینه برابره کړي.
د پېرل شوو اوبو د کیفیت په اړه اندېښنې
د اوبو د کمښت ترڅنګ، د نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي له ټانکرونو د پېرل کېدونکو اوبو د کیفیت په اړه هم اندېښنه لري او وايي چې د دغو اوبو د روغتیايي خوندیتوب په اړه بشپړ ډاډمن دي.
د دغه ښارګوټي یوې بلې اوسېدونکې نظیفې وویل چې د څاګانو وچېدو ترڅنګ، د پېرل کېدونکو اوبو د کیفیت په اړه اندېښنو هم د دوی ستونزې زیاتې کړې دي.
هغې زیاته کړه: «زه سل په سلو کې ډاډه نه یم، کومې اوبه چې پېرو روغتیايي دي او که نه؛ له همدې امله معمولاً د څښلو اوبه تر کارولو مخکې اېشوو.»
نظیفې وویل، د دې په باور، د ککړو اوبو کارول د سیمې د اوسېدونکو د روغتیايي ستونزو لامل شوي دي؛ د بېلګې په توګه، خپله هم څو ځلې د دغو اوبو له څښلو وروسته ناروغه شوې او یو شمېر نور کسان هم د پښتورګو له ستونزو او نسناستي سره مخ شوي دي.
د هغې په وینا، ډاکټرانو د دغو ستونزو یو لامل د اوبو ککړتیا بللې ده.
هغې له مسوولینو وغوښتل چې د اوبو د کمښت ستونزې د حل او د اوبو له کیفیته د اطمینان لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي، څو خلک پاکو او روغتیايي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
ککړې اوبه د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي
د دایکنډي په ولایتي روغتون کې د داخله ناروغیو یوه ډاکټر اللهیار وویل چې پاکو او روغتیايي اوبو ته نه لاسرسی د روغتیا برخه کې یوه جدي ستونزه ده؛ ځکه د انسان بدن د ورځنیو فعالیتونو لپاره پاکو اوبو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، ککړې اوبه د نسناستې، کانګو، نس درد او کولمو د عفونت په څېر ناروغیو لامل کېدای شي او په ځینو مواردو کې لا جدي روغتیايي ستونزې هم رامنځته کولای شي.
هغه زیاته کړه چې د ککړو اوبو له امله د رامنځتهکېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د څښاک اوبو کیفیت وڅېړل شي او خلکو ته د پاکو او روغتیايي اوبو برابرولو زمینه چمتو شي.
نوموړي سپارښتنه وکړه چې که خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، باید له څښلو مخکې اوبه په ښه توګه واېشوي، څو په هغو کې میکروبونه له منځه ولاړ شي.
د ټانکري اوبو پلورونکی: زموږ اوبه پاکې دي
په نیلي ښار کې د ټانکري اوبو یوه پلورونکي رحمتالله د هغو اوبو د روغتیايي خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړ چې پلوري یې. هغه وویل چې دوی له حکومته د فعالیت رسمي جواز لري او د خپلې ژمنې له مخې د خلکو کورونو ته له ځینو څاګانو او یا نږدې چینو څخه پاکې او تصفیه شوې اوبه لېږدوي.
هغه وویل: «موږ له حکومته رسمي جواز اخیستی او د خپلې ژمنې له مخې د خلکو کورونو ته له ځینو څاګانو او یا نږدې چینو څخه ډېرې پاکې او صافې اوبه ورکوو؛ له دې اړخه هيڅ اندېښنه نشته.»
حکومتي مسوول: د نیلي د اوسېدونکو د اوبو ستونزې د حل لپاره اقدامات شوي
په دایکنډي ولایت کې د هلمند د لوړې فرعي حوزې د اوبو چارو د تنظیم امر خداداد صامت وویل چې د اړوندو ادارو د ارزونو له مخې، د نیلي ښار شاوخوا درې زره کورنۍ د څښاک اوبو لاسرسی محدود دی.
هغه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو کمښت، د نفوس زیاتوالی او د اوبو ډېر مصرف د دې ستونزې لاملونه وبلل او زیاته یې کړه چې د ورښتونو کمښت او اقلیمي بدلونونو هم د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو او د څاګانو وچېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د صامت په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره له بېلابېلو ادارو او لوړپوړو چارواکو سره همغږي شوې او له پانګهوالو هم غوښتل شوي چې د اوبو رسولو برخه کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د اوبو رسولو او کانالېزاسیون دولتي شرکت له لوري د نیلي ښار د اوبو رسولو د اساسي شبکې پر طرحې کار روان دی؛ د اوبو سرچینه او د لېږد مسیر یې مشخص شوي او د ښار دننه سیمې هم سروې شوې دي.
هغه وویل چې د اوبو رسولو دوه خصوصي شرکتونه هم د ښار له ماسټر پلان څخه بهر په سیمو کې فعالیت کوي او په ځینو برخو کې یې د اوبو وېش پیل کړی دی. د هغه په وینا، د دغو شرکتونو د کارونو په بشپړېدو سره به د یو شمېر مشترکینو د اوبو ستونزه تر یوه بریده حل شي.
صامت زیاته کړه چې د ښار د ماسټرپلان په محدوده کې اوسېدونکو هم د اوبو رسولو د اساسي پروګرام تر پلي کېدو پورې په لنډمهاله توګه د اوبو برابرولو لپاره دې ادارې ته وړاندیزونه کړي دي.
د هغه په وینا، د اوبو د کمښت ستونزه یوازې په نیلي ښار پورې محدوده نه ده؛ د اړوندو ادارو د سروې له مخې، د دایکنډي ولایت په کچه ۸۱ کلي له وچکالۍ اغېزمن شوي او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو ته محدود لاسرسی لري. دغهراز د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پر کرنیزو فعالیتونو هم وچکالۍ منفي اغېز کړی دی.
صامت وویل چې د اوبو پر سرچینو څارنه روانه ده، څو د هغو کیفیت وارزول شي او د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.










