منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

بلخ کې د هاشمیه ښارګوټي ټوله شاوخوا ۶۰۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د عدلیې وزارت وايي چې د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې، د اسنادو او مدارکو له څېړنې وروسته په بلخ کې د «هاشمیه ښارګوټي» ټوله شاوخوا ۶۰۰ جریب ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت نن (یکشنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه ښارګوټی د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون مخکې د دې موضوع څېړنه کړې وه.

د خبرپاڼې له مخې، ځانګړې محکمې د ځمکې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، د ملکیتونو د ثبت دفترونو او اړوندو ادارو د معلوماتو تر کره څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې د دغه ښارګوټي ټوله ۶۰۰ جریب ځمکه د امارت ملکیت دی او متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.

د عدلیې وزارت څرګنده کړې چې په ټول هېواد کې د امارتي غصب شوو ځمکو د څېړنې، تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ روان دی او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون، د هغه ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې ځانګړې محکمې د اسنادو، مدارکو او اړوندو امارتي ادارو د معلوماتو تر کره څېړنې وروسته د غصب شوو امارتي ځمکو په اړه پرېکړې کوي.