منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

له پېښو سره د مبارزې ادارې او مرسي کورپس د ۲،۲ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د مرسي کورپس موسسې د څه باندې ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۳۰۹۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیک د یادې ادارې د عمومي رییس ملا نورالدین ترابي او د مرسي کورپس موسسې د عمومي رییس فریدون عثماني ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه هوکړه‌لیک ټولیز ارزښت دوه میلیونه، ۲۳۶ زره او ۱۸۹ امریکایي ډالر دی.

سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې له لارې به په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۳۰۹۰ اړمنو کورنیو سره د درېیو میاشتو لپاره هره میاشت ۱۷۰ ډالره او په ټولیز ډول له هرې کورنۍ سره ۵۱۰ ډالره نغدي مرسته وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو کورنیو څخه ۳۵۹ هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي یا معلولیت لرونکي غړي لري، د اصلي مرستې ترڅنګ به هره میاشت ۳۴ ډالره اضافي مرسته هم ترلاسه کړي.

سرچینې زیاته کړې چې د لومړنیو اړتیاوو د توکو د بیو د احتمالي لوړېدو د جبران لپاره به له ټولو ۳۰۹۰ کورنیو سره هره میاشت ۱۶،۱۸ ډالره او د درېیو میاشتو لپاره په ټولیز ډول ۴۸،۵ ډالره اضافي مرسته هم وشي.

د خبرپاڼې له مخې، د پروژې په یوه بله برخه کې به ۷۵۰ اړمنې کورنۍ او هغه مستحق کسان چې ځانګړو خدمتونو ته اړتیا لري، اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي، څو معلولیت لرونکي کسان، ماشومان او سپین‌ږیري اړینو خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

سرچینې ویلي چې هرې مستحقې کورنۍ ته به ۱۲ ډالره اضافي نغدي مرسته هم ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې پر وخت پلي کېدو، د مرستو په وېش کې پر روڼتیا او د فعالیتونو پر څارنې ټینګار کړی دی.