کابل (پژواک) – د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي چې د روان کال د لړم په میاشت کې د نغلو، سروبي او ماهیپر برېښناکوټونو د برېښنا تولید د تلې میاشتې په پرتله شاوخوا ۳۲ سلنه زیات شوی دی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو درېیو برېښناکوټونو د تلې په میاشت کې ۱۴ زره او ۴۷۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړې وه، خو دغه شمېره د لړم په میاشت کې ۱۸ زره او ۴۵۵ مېګاواټو ته لوړه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو درېیو برېښناکوټونو د تولید د کچې پرتله ښيي چې د لړم په میاشت کې د تلې په پرتله د برېښنا تولید نږدې ۳۲ سلنه زیات شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وروستیو ورښتونو په دغو درېیو برېښناکوټونو کې د برېښنا پر تولید اغېز کړی او د هغوی د تولید په کچه کې یې نسبي بدلون راوستی دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست زیاته کړې چې برېښنا شرکت هڅه کوي د کورنیو سرچینو له لارې د برېښنا تولید زیات او د دغو سرچینو ظرفیت پراخ کړي، څو د هېواد د برېښنا په برخه کې شته ستونزې راکمې شي.










