کابل (پژواک) – د عدلیې وزارت وایي، د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۵ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې له مخې امارتي ثابته شوې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځمکه دوه قطعې لري چې د دشت ارچي ولسوالۍ په وزیرخان سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون تر دې مخکې د دغې ځمکې موضوع څېړلې وه.
سرچینې زیاته کړې چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او یاد کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفترونو له کره څېړنې او له اړوندو ادارو د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې ټوله دغه ځمکه امارتي ده او متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د عدلیې وزارت لیکلي چې د هېواد په کچه د غصب شویو امارتي ځمکو د څېړنې، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر په جدي توګه روان دی او یاد کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو د معلوماتو له کره څېړنې وروسته د دغو ځمکو په اړه پرېکړې کوي.










