منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.و
۱۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د بستر شوو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه ډېر شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته ۸ زره او ۴۸۷ ماشومان بستر شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د اوج موسم له پای ته رسېدو سره سره، پر خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر لا هم لوړ دی او شته شمېرې ښيي چې دغه وضعیت ښايي لا پسې خراب شي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې په هرات کې ۲ زره او ۹۹۳، په هلمند کې ۳ زره او ۹۷۲ او په کندهار کې یو زر او ۵۲۲ ماشومان د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې د خوارځواکۍ درملنې مرکزونو کې بستر شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، یادې شمېرې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په هرات کې ۱۷ سلنه، په هلمند کې ۳۸ سلنه او په کندهار کې ۲۷،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان زیاته کړې چې د تېر زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته ۶ زره او ۶۱۸ ماشومان په دغو مرکزونو کې بستر شوي وو.

دغه سازمان ویلي، د روان زېږدیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د مالي مرستو د کمېدو له امله په ټول افغانستان کې د ۲۹۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي یا دغه مرکزونه تړل شوي چې له امله یې دوه میلیون او ۱۷۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له یادو روغتیايي مرکزونو ۱۹ په هرات، ۲۴ په هلمند او ۲۹ په کندهار ولایتونو کې دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د هېواد پر روغتیايي سیسټم چې له وړاندې له پراخو اړتیاوو سره مخ و، لا ډېر فشار راوستی دی.

د دغه سازمان په وینا، د روان زېږدیز کال تر جون میاشتې پورې د افغانستان په روغتیايي برخه کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۹ سلنه تامین شوې وه.

دغه سازمان اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ زېږدیز کال کې به په افغانستان کې څلور میلیون او ۴۰ زره ماشومان او یو میلیون او ۲۷۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.