منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.و
۱۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د بشري مرستو صندوق له اړمنو سره د مرستې لپاره ۳۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳ کتنې

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق په دغه هېواد کې له زیان‌منونکو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳۲ میلیون امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي.

اوچا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي، دغو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره مالي سرچینې د کمېدو په حال کې دي.

د یادې ادارې په وینا، د افغانستان بشري مرستو صندوق شاوخوا ۳۲ میلیون امریکایي ډالر له همکارو بنسټونو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي، څو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیان‌منونکو ټولنو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.