کابل (پژواک) – د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د اصلاح او معیاري کولو، په ټولو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او تخصصي او فوقتخصصي روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا په اړه د دغه وزارت له پلانونو خبر ورکوي. ورته مهال، د افغانستان لپاره د یونیسف مشر د عامې روغتیا له وزارت سره د دې ادارې د همکاریو او مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي نن (یکشنبه) د ۲۰۲۷ میلادي کال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پلان جوړونې او د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د بستې د ازمایښتي پلي کېدو د درې ورځني ورکشاپ پرانیستې مراسمو کې وویل: «دغه غونډه موږ ته فرصت راکوي چې خپل نظرونه له یو بل سره شریک او د افغانستان د راتلونکي روغتیايي پلان لپاره مثبتې پرېکړې وکړو.»
د جلالي په وینا، د دغه وزارت هڅې د روغتیايي خدمتونو پر اصلاح او معیاري کولو متمرکزې دي، څو په ټول هېواد کې د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او ټول خلک په عادلانه توګه دغو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
هغه زیاته کړه چې په ټولو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او تخصصي او فوقتخصصي روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابرول، د روغتیايي خدمتونو د نوې بستې مهمې برخې دي.
د عامې روغتیا وزیر همدارنګه وویل، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو او د هغو د لا ښه مدیریت په موخه، په هره ولسوالۍ کې د روغتیايي معلوماتو د مدیریت سیسټم (HMIS) اړوند څلور بستونه زیات شوي دي. د هغه په خبره، دغه اقدام به د روغتیايي خدمتونو د مدیریت او وړاندې کولو په ښهوالي کې رول ولري.
جلالي له ولایتي مسوولینو وغوښتل چې د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو د ښه مدیریت، د شته ستونزو د حل او دغو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په ټولو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د منظم او اغېزناک وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کړي.
هغه همدارنګه وویل چې په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د فیس او بیو لایحه وروستۍ شوې او ټاکل شوې چې د روغتونونو د درجهبندۍ له مخې پلې شي. د نوموړي په وینا، د دې لایحې له مخې به د روغتیايي خدمتونو بیې په منظم او معیاري ډول تنظیم شي.
بلخوا، د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې مشر ډاکټر تاجالدین اویلا په دې غونډه کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې د روغتیا عمومي پالیسي وروستۍ کړې ده؛ هغه پالیسي چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی او لومړیتوبونه مشخصوي او د دغو خدمتونو د کیفیت ښه کولو زمینه برابروي.
هغه زیاته کړه چې یونیسف له خپلو همکارو ادارو سره ژمن دی چې له افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
اویلا وویل چې یونیسف هڅه کوي اړین درمل پر وخت برابر او ټولو روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.










