کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۵): الجزیرې خبري شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې له ایران سره د خبرو اترو له بهیر څخه د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس لرې کېدل او پر تهران د واشنګټن د فشارونو دوام ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیا جګړې احتمال زیات کړي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۲مه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې ونس ته لارښوونه کړې چې د ایران پر ځای د امریکا په کورنیو مسایلو، په ځانګړې توګه د ډیموکراټانو د ادعا شوي فساد پر موضوع تمرکز وکړي. ونس تر دې مخکې له ایران سره د امریکا د خبرو اترو مخکښ مذاکره کوونکی و.
د تهران پوهنتون د نړۍوالو اړیکو استاد ناصر هادیان ویلي، د ونس له څنګ ته کېدو سره ایران ته دا پیغام ورکول کېږي چې له دغه هېواد سره هوکړې ته رسېدل نور د واشنګټن لومړیتوب نه دی. د هغه په باور، د سمندري محاصرې، له ځمکنیو پولو د تګ راتګ د ګډوډولو او هوايي محدودیتونو په ګډون د فشارونو زیاتېدل د جګړې احتمال لوړولای شي.
راپور کې د ایران د مطالعاتو د عربي مرکز مشر محمد صالح صدقیان له قوله راغلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د بېباورۍ فضا د هر ډول احتمالي هوکړې پر وړاندې خنډ ده. هغه پوښتنه کړې چې که د ایران او امریکا استازي هوکړې ته ورسېږي، څه تضمین شته چې ټرمپ به هغه عملي کړي؟
په راپور کې راغلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام لري او د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره اونۍ کې د دغه تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ د جګړې له پیل مخکې کچې په پرتله ۶۵ سلنه کم شوی دی.










