منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د امازون ځنګلونو یوې منزوي قبیلې له یوه دولتي ټیم سره په نادره مخامخېدنه کې د خوړو غوښتنه کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د برازیل د امازون په ځنګلونو کې د «آوا» په نوم د بومي منزوي قبیلې یوه شاوخوا ۲۰ کسیزه ډله په نادره توګه له یوه دولتي ټیم سره مخامخ شوې او د خوړو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د راپور له مخې، دغه لیدنه د برازیل د مارانیایو ایالت په شمال‌ختیځه سیمه کې رامنځته شوې ده. د «سروایول انټرنشنل» په نوم د بومي وګړو د حقونو ملاتړې ادارې د دغې پېښې او لیدنې انځورونه خپاره کړي او دا یې یوه تاریخي لیدنه بللې ده.

د برازیل د بومي وګړو د چارو ادارې (فونای) ویلي چې د پېښې اړوند ویډیوګانې او راپورونه ارزوي او د دغې ډلې د روغتیايي خطرونو د کمولو لپاره یې بېړنی پلان فعال کړی دی. دغه اداره وايي، د دولت تګلاره لا هم له دغو خلکو سره د اړیکو نه نیولو پر اصل ولاړه ده.

د بومي وګړو د حقونو ملاتړې ادارې ویلي چې د «اوا» بومي ډلې د اوسېدو سیمه په ناقانونه توګه د لرګیو وهونکو، ښکاریانو او مالدارانو له خوا له ګواښ سره مخ ده؛ دغه کسان د دغه بومي ډلې سیمې ته ورننوځي او د ځنګلونو ساحه یې تنګوي.

د دغې ادارې همدارنګه زیاته کړې چې د بهرنیانو له خوا د دغې ډلې له غړو سره ناڅاپي اړیکه نیول هم د ناروغیو د لېږد خطر رامنځته کولای شي.

د «آوا» په نوم بومي وګړي د برازیل د مارانیاو ایالت د امازون په ځنګلونو کې اوسېږي، د توپی-ګواراني ژبې له کورنۍ سره تړاو لري او ځینې ډلې یې لا هم له بهرنۍ نړۍ سره له اړیکو پرته په انزوا کې ژوند کوي او د دوی دودیز ژوند پر ښکار او له ځنګلونو د خوراکي توکو پر راټولولو ولاړ دی.